ملي راډیو تلویزیون اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 23 2020 11:27 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون رییس ښاغلي اسماعیل میاخیل په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا د دې بسنټ رییسانو، آمرینو ته د ۱۳۹۹کال د لیندۍ په ۲مه، یکشنبه په ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په موخه ترسره شو.

په دې پروګرام کې لومړی ښاغلي اسماعیل میاخیل، په ولسواکي نظامونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پرتامین او اهمیت باندې خبرې وکړې او ویې ویل:« په ډیموکراتیکو نظامونو کې د هر څه بنسټ د وګړو پرېکړو پورې تړاو لري». پر همدې اساس د وګړو پر وړاندې د ځواب ویل د ولسواکي دولت له بنسټیزو دندو څخه ده. ښاغلي میاخیل زیاته کړه؛ څرنګه چې په افغانستان کې ازاد اطلاعات اصل دی، باید محرم او غیرې محرم اطلاعات، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشخیص او د دې پر بنسټ غېرې محرم اطلاعات له وړاندې د عامه وګړو په واک کې ورکړل شي.

aic

د ملي راډیو تلویزیون رییس، د وګړو پر وړاندې د ژمنتیا او ځواب ویلو په ټینګار سربېره زیاته کړه: دا بنسټ چمتو دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې جدې عمل وکړي.

aic

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون دې یو پرېزېنټېشن په واسطه په ښې حکومتوالۍ او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون څخه د ګټې اخیستنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مبنا، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعات خپرولو او د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کولو کې د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مرجع مسوول دندو، د فساد مخنیوي او په ښه نیت د اطلاعاتو افشا کوونکي خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز او مفصل معلومات ارایه کړل. په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS