پنجشیر ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 22 2020 1:13 PM
aic

پنجشیر ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا د حمیدې برمکي موسسې په همکارۍ، د ولایتي شورا غړو، د دولتي ادارو استازو او مدني بنسټونو په شتون کې، د ۱۳۹۹کال د لړم په ۲۸مه، چهارشنبه ورځ ترسره شو.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا، د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون او د ولایتي اړیکو آمر ښاغلي محمد داوود فیاض شتون درلود؛ دوی دې یو پرېزېنټېشن په واسطه په ښې حکومتوالۍ او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون څخه د ګټې اخیستنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مبنا، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعات خپرولو او د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کولو کې د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مرجع مسوول دندو، د فساد مخنیوي او په ښه نیت د اطلاعاتو افشا کوونکي خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز او مفصل معلومات ارایه کړل. په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

د قانون حاکمیت لپاره طلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د حمیدې برمکي موسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ؛ د افغانستان اساسي قانون په هکله درې ورځینو پروګرامونو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS