د سولې او برابرۍ مرستیالې سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 17 2020 9:21 AM
aic

د سولې او برابرۍ مرستیالې آغلې فروزان رسولي د یوې ناستې په لړ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او کمېشنرې آغلې زهرا موسوي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او په دې برخه کې د ګډو همکاریو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

دا بنسټ په پنځو ولایتونو( کابل، هرات، بامیان، ننگرها و بلخ) کې د ښځو په مشرتابه، د شبکې جوړونې او د مدنې ټولنې همغږۍ پروګرامونه ترسره کوي؛ چې په دې پروګرامونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او فساد پر وړاندې مبارزې په هکله به لازمې ښوونې کوي. آغلې رسولي، لومړی په یادو پنځو ولایتونو کې د کار جزییات وړاندې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د همکارۍ غوښتوونکې شوه.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي مشرتابه، د یاد بنسټ له کړنو او فعالیتونو هرکلي تر څنګ ژمنه وکړه چې له دې بنسټ سره به اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې همکاري وکړي. په پای کې یې د ولایتونو او مرکز په کچه د همکاریو د هوکړه لیک وړاندیز وکړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS