اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ترمنځ د همغږۍ ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 10 2020 1:06 PM
aic

تېره ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ادارې تر منځ د همغږۍ ناسته؛ د کمېسیون د مشرتابه، د ولسمشر لوړ سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رییس، د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مشرتابه په شتون کې ترسره شوه.

د دې ناستې موخه په دولتي بنسټونو کې د اطلاع رسونې اوسنی وضعیت څېړل او په دې برخه کې تحلیل، همغږي او د اندونو تبادله، همدارنګه په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو او رسنیو اسانه لاسرسی او په دې برخه کې د شته خنډونو له منځه وړلو ته د حل لارې موندل وه، ترڅو دا دواړه بنسټونه وکړای شي د همغږۍ زیاتوالي په صورت کې د کابل او ولایتونو په کچه په دولتي بنسټونو کې د اطلاع رسونې پیاوړتیا لپاره لازم اقدامات وکړي.

په دې ناسته کې د کمېسیون مشرتابه، د کمېسیون دوه وروستیو کلنو لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق چې یو بشري او مهم حق دی پر تامین یې ټینګار وکړ. له بل پلوه اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم طرحه او له یاد سېستم څخه د دولتي بنسټونه ګټه اخیستنه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو برخه کې مهمه وبلله. همداشان یې يه دې سېستم کې د راتلونکې کال د لوړتیا او ارتقا خبر ورکړ.

aic

ورپسې د ولسمشر لوړ سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رییس ښاغلي وحید عمر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کړنې او لاسته راوړنې د خلاصې حکومتوالۍ په برخه کې اغېزمنې وښودې؛ اطلاعاتو ته د هېوادوالو بشپړ لاسرسي او د دولتي بنسټونو لخوا د قانون پر رڼا کې د مؤثقې او پر وخت اطلاع رسونې باندې یې ټینګار وکړ. ښاغلي عمر، د قانون پلي کول د دولتي بنسټونو مسوولیت وباله او زیاته یې کړه؛ حکومت ژمن دی چې اطلاعات په دومدار او پرلپسې ډول د وګړو په واک کې ورکړي.

په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین پرمختګ او په دولتي بنسټونو کې د اطلاع رسونې اسانتیاوو سره سره اوس هم اطلاعاتو ته د هېوادوالو او رسنیو لاسري په برخه کې ځينې ستونزې شته دي. ښه به وي چې ذیدخل بنسټونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او اړوندو کړنلارو په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پیاوړتیا او دا حق پر یو دود اړولو په پار د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو د زیات ملاتړ او د دولتي بنسټونو لخوا د اطلاع رسونې کچې لوړو لپاره نورو عملي لارو څخه ګټه واخلي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS