دملي تلویزیون ولایتي خبریلانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره شو

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 09 2020 12:58 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په همکارۍ، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ۳۴ ولایتي خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره شو. د دې پروګرام موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ګډونوالو د پوهاوي کچې لوړل وه؛ تر څو وکولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د معیارونو په رڼا کې د ولایتونو په کچه روڼتیا پیاوړې او په دولتي بنسټونو کې د ځواب ویلو کچې لوړولو په پار استفاده وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په استازلی د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي محمد داوود فیاض ګډون کړی و. په پیل کې ښاغلي خلیل جیحون د کمېسون د تېرو دوه کلونو مهمو کړنو او د راتلوونکي کال د پلان شویو پروګرامونو په هکله هر اړخیز معلومات شریک کړل. ورپسې د سکالو له اړخه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ډلبندي، د وګړو فعال ګډون په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت، د دولتي بنسټونو کړنو کې روڼتیا، د وګړو پر وړاندې د ادارو ځواب ویل، د فساد پر وړاندې واقعي مبارزې، د اطلاعات غوښتلو میکانیزم، غوښتونکو ته د دولتي ادارو لخوا د اطلاعات ورکولو مودې، اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي تګلارې، د غوښتونکو شکایتونو ته د رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم جوړښت او له دې سېستم څخه د هېوادوالو استفادې په هکله اړین توضیحات ورکړل.

aic

د کمېسیون د عامه پوهاوي آمر، اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسی د روڼ او ځواب ویونکي حکومت په رامنځته کولو کې مهم او اغېزمن ګام وښود؛ نوموړي همدارنګه د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه په استفادې ټینګار وکړ. ښاغلي جیحون له ګډونوالو وغوښتل چې سیمه ییزې حکومتوالي کې د مثبت بدلون لپاره له خپل بشري او وګړیز حق څخه استفاده وکړي

په پای کې ښاغلي محمد داوود فیاض د خبریالانو پوښتونو ته ځوابونه ورکړل او په یوه ټولیزه جمع بندي یې پروګرام پای ته ورساوه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS