دکمیسیون او شمشاد تلویزیون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د همغږۍ ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې، په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې خپل فعالیتونه اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوندو او ذینفغو بنسټونه سره، پراخ او همغږي کړي

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 09 2020 12:42 PM
AIC

په دې اساس د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۱۸مه نیټه ښاغلي حمدالله ارباب او ورسره پلاوي یې د شمشاد تلویزیون د نشراتو له رئیس ښاغلي میرویس ستانکزي او خبر څانګې له مدیر ښاغلي عابد احساس سره ګډه ناسته تر سره کړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي لا پراختیا او له دې حق څخه د ولس د پوهاوي اړوند دوه اړخیزو همکاریو رامنځته کولو په اړه یې تفصیلی خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې هوکړه وشوه چې شمشاد تلویزیون به په خپل نشراتي محتوا کې د بیلابیلو خپرونو له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند بحثونو، شننو او مرکو ته، ځای ورکړي، تر څو د دې حق په اړه د خلکو او رسنیو پوهاوی زیات شي او اطلاعاتو ته لاسرسی په یو دود بدل شي.

aic

دا ناسته په داسې حال کې تر سره کیږي چې د کمیسیون د هلو ځلو سره سره، په دې وروستیو کې رسنۍ پرخپل وقت او دقیقو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي څخه سر ټکوي.

د غوڼدې په پای کې یادونه وشوه چې د دوه اړخیزو همکاریو د ښه انسجام په موخه به د دواړو ادارو تر منځ یو هوکړه لیک هم، لاسلیک شي او د رسنیو اړوند ستونزو ته د رسیدنې لپاره به د کمیسیون، د رسنیو ملاتړو بنسټونو او حکومت تر منځ د همغږۍ او مشورتي ناستې تنظیم شي، تر څو داسې یو میکانیزم رامنځته کړي، چې رسنۍ وشي کړای د حکومت له آدرسه کره او پرخپل وقت اطلاعاتو ته په اسانۍ لاسرسی ولري.

په پای کې د کمیسیون په استازیتوب د شمشاد تلویزیون څخه د یادو همکاریو په پار مننه وشوه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS