دغمشريکۍ پيام!
نالله و انا الیه راجعون
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر د نني برید په هکله چې په یاد برید کې د طلوع نیوز مخکېنی مخکښ خبریال او د دفتر عمومي آمریت د عامه اړیکو سلاکار یما سیاوش، اجرایوي او پروتوکولي مرستیال ښاغلی حمدالله انس او د ریاست موټر چلوونکی ښاغلی امین الله رضایي په شهادت رسېدلي دي په کلکو ټکو غندي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، د اطلاع رسونې او خبريالۍ په برخه کې د يما سياوش شهادت يوه لويه ضايع بولي؛ خپل د تسلیت او غمشریکۍ مراتب لومړی د قربانیانو کورنیو او بيا د هېواد خبريالانو سره شریکوي. خدای جل جلاله ته د شهیدانو لپاره د جنت فردوس او کورنیو ته یې د صبر جمیل دعا کوي.