د حضرت محمد مصطفی(ص) د ميلاد په مناسبت اطلاعاتو د لاسرسي
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، د بشريت د لارښود او آخرين پيغمبر حضرت محمد (ص) ميلاد د نړۍ ټولو مسلمانانو او ځانګړي توګه د افغانستان آزاد او سوله غوښتونکي ملت مبارک وايي.
حضرت محمد صلی علیه وسلم د اسلام مبارک دین چې د سولې، اعتدال او برابرۍ دين دی پیام راوړونکی دی. د حضرت محمد صلی علیه وسلم لارښوونې او اخلاقي امرونه سولې، دوستۍ او يووالي باندې ټينګار کوي چې د وګړو ټولنې ته د سولې او يووالي په ټينګښت او د جنګ په پای باندې دلالت کوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، د دې مبارکې ورځ په مناسبت د جنګ له دخيلو اړخونو غواړي چې د اسلام مبارک دین اصلي متونو ته رجوع وکړي او په دې حساسو شېبو کې د سولې ټينګښت په برخه کې د اسلام د مبين دين د سرلاري حضرت محمد (ص) کړنو او خبرو څخه استفاده وکړي، دغه جګړه چې د هېواد په بې ګناه وګړو څخه قرباني اخلي او د اسلام د اصلي متونو خلاف د بايد پای ته ورسل شي.