د څېړنیز ژورنالیزم او خبریالانو پر وړاندې فساد،۲۰ ورځېنې ورکشاپ پایغونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام ګډون

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 27 2020 3:08 PM
aic

د څېړنیز ژورنالیزم او فساد پر وړاندې مبارزې تر نوم لاندې ۲۰ ورځېنی ښوونیز پروګرام، د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پرمختیایي ادارې په مالي مرسته د فریاد تلویزیون لخوا د شپږو ولایتونو ۲۰ خبریالانو ته په کابل کې ترسره شوه.

د کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام چې په دې پروګرام کې ګډون کړی وه، په څېړنیز ژورنالیزم کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول باندې خبرې کولې وویل:« د څېړنیز راپور لیکل پرته له اطلاعاتو ناشوني دي؛ د څېړنیز ژورنالیزم پیاوړتیا او د فساد پر وړاندې جدې مبارزه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو پورې مستقیمه اړیکه لري».

ورپسې آغلې مرام زیاته کړه؛ د خبریالانو او بنسټونو لخوا د څېړنیز راپور لیکل او همدارنګه د فساد پر وړاندې مبارزه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو پرته شونې نه ده. پر همدې بنسټ ټول دولتي بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې مکلف دي؛ چې په ادارو کې شته اطلاعات ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول خبریالانو ته ورکړي. تر څو څېړونکي خبریالان وکړای شي د روڼتیا پیاوړي کولو، د دولتي بنسټونو ځواب ویلو او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې خپل راپورونه خپاره کړي.

دا پروګرام د څېړنیز راپور او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د خبریالانو د مسلکي توانایي کچې لوړولو په پار جوړه شوې وه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS