اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د (alexa) الکسا د څېړنې په پایله کې د نړۍ په کچه د زیاتو لیدونکو په لرلو د افغانستان په کچه د خامه پرس خبري پاڼې لومړني مقام اخیستل او د غوره خبري وېبپاڼو په ډله کې د راتلو له کبله د افغانستان رسنیزې ټولنې ته مبارکي وايي.

Anonymous (not verified)
Wed, Oct 21 2020 8:17 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول، د افغانستان آزادو رسنیو څخه ملاتړ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو، د بیان ازادۍ په برخه کې د حکومت د ژمنو له ډلې څخه ګڼل کېږي. څرنګه چې ټولو ته ښکاره ده، د افغانستان رسنیو، د پوهاوي کچې لوړولو، د پوهې تولید او په ښې حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون ته د زمینې برابرولو په هکله ښه رول لوبولی دی او د عامه ذهنونو روښانه کولو کې خپله دنده ښه پر مخ وړې ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د افغانستان د څو رسنیو (طلوع نیوز، اطلاعات روز، هشت صبح، آزادي رادیو، آریانا نیوز، د آشنا غږ، یکصدا، پژواک، پاسبانان، بازتاب نیوز، صبح کابل، سلام وطندار، ون تي وي او افق نیوز) د نړیوال څېړنیز مرکز السکا د شاخصونو په رڼا کې ډېرو لیندونکو خبري سایټونو په ځانګړي توګه د خامه پرس په لومړي درجه کې راتګ د هېواد ټولو معتبرو رسنیو او د خامه پرس کارکوونکو ته مبارکي وایي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یو ځل بیا د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین څخه خپل ملاتړ څرګنده وي او د اطلاع رسونې په برخه کې د افغانستان د رسنیو د پرمختګ هرکلی او ملاتړ کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS