د کلو بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا د اطلاعات نه ورکولو په هکله د شکایت څېړلو ناسته

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 20 2020 9:08 AM
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د شکایتونو ته رسېدنې آمر، حقوقي سلاکار، د څارنې او ارزونې آمر، د کلو بيارغونې او پراختيا وزارت د اطلاع رسونې مسوول، د عامه پوهاوي او اطلاعاتو رييس ښاغلي محمد داوود نعيمي په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون دفتر کې ترسره شوه.

په پيل کې د شکایت کوونکي د موضوع څېړلو (د خوست ولايت د علي شېر ولسوالۍ د هارون خيلو، قدم او صديق سيمو اړوند د محافظتي ديوال پروژې په اړه) بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دې ناسته کې ښاغلي داوود نعيمي، د اطلاعاتو نه ورکولو او ځنډ په اړه دلايل وړاندې کړل. په ځواب کې يې حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پويا او شکایتونو ته د رسېدنې آمر ښاغلي رحمت الله پيروزي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې وویل چې ددې اطلاعاتو ورکولو په برخه کې هېڅ کومه قانوني مانع نشته او د قانون په رڼا کې يې بايد غوښتونکي ته ورکړي.

په پای کې د کلو بيارغونې او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس او د اطلاع رسونې رييس ژمنه وکړه چې د غوښتل شويو اطلاعاتو ورکولو په برخه کې به همکاري او غوښتونکي ته به يې ورکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS