اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا د دولتي ادارو اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته د پوهاوي او ښوونیز پروګرام ترسره کول

Anonymous (not verified)
Mon, Oct 19 2020 8:55 AM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین االدین بهادري، کمېشنرې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسري کمېسیون د عامه پوهاوي، څارنې او ارزونې څانګو آمرینو، د دولتي ادارو د اطلاع رسونې مراجع مسوولینو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمېسیون کې ترسره شوه.

پیل کې ښاغلي عین الدین بهادري، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو پر فعال والي او د اطلاع رسونې په برخه کې په ادارو کې د مطبوعاتو پراهمیت؛ همدارنګه د ښې حکومتوالۍ او د اطلاع رسونې دود پیاوړتیا او عامتیا په برخه کې د اطلاع رسونې مؤثریت په هکله خبرې وکړې:« په ټولنه کې د اطلاع رسونې او مطبوعاتو له لارې د وګړو د پوهاوي کچې لوړه شوې ده او د محرمیت د دود زمینه یې محدوده کړې ده». پر همدې بنسټ د غوښتونکو، غوښتنې ته پر وخت ځواب ورکول او د اطلاعاتو له وړاندې خپرول، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۱۵ مادې پر اساس د ځواب ویلو، د اعتبار دود پیاوړتیا او د روڼتیا ښکارندوي کوي.

ښاغلي بهادري زیاته کړه؛ د ادارو د مالي او تدارکاتي څانګو، همدارنګه ټولو برخو په هکله باید اطلاعات ورکول د ښې حکومتوالۍ په دود بدل شي.

د کمېسیون رییس، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ستونزو حل باندې د ټینګار ترڅنګ وویل؛ همغږي، د ښو اړیکو د جوړېدو له لارې رامنځته کېږي. پر همدې بنسټ تلپاتې اړیکې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د څارنې او ارزونې آمریت، د شکایتونو آمریت اړیکې او اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ترمنځ اړینې دي.

aic

ورپسې آغلې زهرا موسوي، د پروګرام جوړېدو موخې او د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو باندې خبرې وکړې. آغلې موسوي وویل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مصمم دی چې د اطلاع رسونې مراجع مسوولینو پر وړاندې د شته ستونزو حل لپاره به عملي ګامونه واخلي». دې همدې لپاره کمېسیون د انلاین سېستم په هکله ښوونیز او په مسلکي ډول د راپور ورکولو پروګرام ترسره کړ تر څو وکړای شي په دې برخه کې ستونزې له منځه یوسي. آغلې موسوي، غوښتونکو ته پر وخت د اطلاعات ورکولو باندې د ټینګار سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې د اطلاع رسونې مسوولینو دنده مهمه وبلله.

aic

د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره د قانون مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندو او واکونو، د اطلاع رسوونکي دندو، د اطلاعاتو ډلبندۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي باندې د اساسۍ حاکمو اصولو په هکله په مفصل ډول توضیحات ورکړل.

aic

د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي داوود فیاض، د اطلاع رسونې مرجع مسوول رامنځته کولو په برخه کې د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مسوولینو دنده، کمېسیون ته د اطلاع رسونې مسوولینو راپور ورکولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۱۵ مې مادې پر بنسټ د اطلاعات ورکولو وخت په هکله هر اوخیز معلومات ورکړل.

aic

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د وېبپاڼې کارپوه ښاغلي حقیار اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په اړه اړین وضاحت ورکړ.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب ورکړل شو.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS