د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د اطلاع رسونې مرجع مسوولينو سره د يادې ادارې څخه د شويو شکايتونو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ناسته

Anonymous (not verified)
Sun, Oct 11 2020 11:49 AM
aic

دا ناسته اطلاعاتو د لاسرسي کمېسيون د مرستيالې آغلې نجيبې مرام، د غړې آغلې زهرا موسوي، شکایتونو ته د رسېدنې آمر، د څارنې او ارزونې آمر او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست د اطلاع رسونې مسوولينو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په دفتر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست څخه د شویو شکایتونو په هکله خبرې اترې وشوې. په پيل کې آغلې نجيبې مرام د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په همکارۍ د ټينګار سربېره وويل:« د قانون پلي کول بايد لومړی د ولسمشرۍ ماڼې د چارو ادارې څخه پيل شوې او ټولو ادارو ته بايد نمونه وي». هغې زياته کړه د قانون پلي کولو کې همکاري او د قانون پر بنسټ غوښتونکو ته د ادارو ځواب ويل د ټولو ادارو مکلفيت دی.

ورپسې آغلې زهرا موسوي، د اطلاعاتو خپرولو او د اطلاعاتو ورکولو په هکله خبرې وکړې او ويې ويل:« اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د اطلاعاتو د آزادۍ په مانا او ممنوعيتونه د استثناآتو له ډلې څخه دي». پر دې بنسټ ادارې مکلفې دي چې د ټولو خپلو کړنو او کارونو په هکله راپور جوړ او د عامه وګړو په واک کې يې ورکړي. آغلې موسوي زياته کړه، اطلاعاتو ته لاسرسی يو بشري حق دی؛ غوښتونکي مکلف نه دي چې د اطلاعات غوښتلو لپاره خپلې ځانګړتياوې او دليلونه وړاندې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست د اطلاع رسونې مسوولینو د اطلاع رسونې په برخه کې د خپلو کړنو، کارونو، ستونزو او خنډونو مطرح کړل او د کمېسيون د مشرتابه د همکارۍ غوښتونکي شول.

په پای کې د اطلاع رسونې د چارو ښوالي په اړه پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې له مشرتابه نيولې تر مسوولينو او کارکوونکو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونه ترسره شي او د غوښتونکو شکايتونو ته د رسېدنې په پار د کمېسيون د استازو، غوښتونکو او د اطلاع رسونې مسوولينو په شتون کې ناستې ترسره شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS