اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب باندې د ځانمرګي برید په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون اعلاميه

Anonymous (not verified)
Sun, Oct 04 2020 12:43 PM
aic

نن سهار د ۸:۳۰ دقيقو په شاوخوا کې د دين او انسانيت دښمنانو، د چسپکي ماين په وسيله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب موټر په نښه کړ چې په پايله کې د نوموړي ډرېور شهيد شو. د افغانستان دښمنانو په دې غيرې انساني کړنې سره ثابته کړه چې له هېڅ ډول ظلم، وحشت او ويرې اچونې څخه درېغ نه کوي او هېڅ انساني، ديني او اخلاقي ارزښتونو ته ژمن نه دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، دا حمله په کلکو ټکو غندې او خپل د غمشریکۍ مراتب د شهيد محمد عمر له کورنۍ او خپلوانو سره شريکوي همدارنګه شهيد ته له خدای (ج) څخه د جنت الفردوس غوښتنه کوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، يو ځل بيا په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو له دواړو خواوو څخه غواړي چې د مذاکراتو لړۍ چټکه کړي؛ څرنګه چې سوله د وګړو بنسټيزه اړتيا ده موږ ته تامين، تر څو د بې ګناه خلکو د وژلو مخه ونيول شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS