د ټاکنيزو شکایتونو کميسيون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Fri, Oct 02 2020 11:42 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د دوه جلا، جلا پروګرامونو په لړ کې د ۱۳۹۹کال د تلې په ۹ او ۱۰مه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله پوهاوی د ټاکنيزو شکایتونو ته د رسېدنې کميسيون کارکوونکو ته تر سره شو.

د دې پروګرام لومړي پړاو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، تخنيکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خليل جيحون او د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشا رييس ښاغلي چمن شاه اعتماد په شتون کې د ټاکنيزو شکایتونو په کمېسیون کې ترسره شو.

ښاغلي حمدالله ارباب په خپلو خبرو کې، اطلاعاتو ته لاسرسی د بشري حقونو له ډلې يو حق باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: «هېوادوال حق لري چې په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او پر وړاندې يې ادارې د قانون په رڼا کې مکلفې شوې دي، له قانون او کړنلارو سره سم هېوادوالو او غوښتونکو ته په کنشي او واکنشي ډول اطلاعات ورکړي». هغه زياته کړه په ډيموکراټيکو نظامونو کې حساب ورکول د حکومتوالۍ يو اصل دی او دولت مکلف دی چې په ښې حکومتوالۍ کې د روڼتيا اصل په پام کې ونيول شي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه پرته روڼتيا تامينول ناشوني دي.

ورپسې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله د پوهاوي پروګرامونه، بيان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې د ادارو په ځواب ويلو کې د هېوادوالو په رول باندې اړينې خبرې وکړې او ويې ويل: «اطلاعاتو ته له لاسرسي څخه پرته د بيان ازادي ناشونې ده». آغلې موسوي زياته کړه هېوادوال کولای شي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې د بيان ازادي پياوړي او له بل لوري ادارو ته ورتلل او له هغوی څخه د اطلاعاتو غوښتلو کولای شي د دوی او وګړيز څارنې ته زمينه برابره کړي. هغې، د دې سکالو تر څنګ چې په ډيموکراټيکو نظامونو کې دولتي بنسټونو د خلکو استازي دي، ټينګار پر دې وکړ چې وکړي حق لري ادارو څخه پوښتنه وکړي او د هغوی له کړنو څخه په عام ډول څارنه وکړي. آغلې زهرا موسوي د خپلو خبرو په پای کې اطلاعاتو ته د قانون په پلي کولو کې د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون د هر اړخيزو همکارۍ غوښتونکې شوه.aic

د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون رييس ښاغلي اعتمادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د مشرتابه هيئت او د عامه پوهاوي ټيم ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: «د ډيموکراسۍ له لاسته راوړنو څخه يو هم په خپل برخليک باندې د وګړو حاکميت دی». هغه زياته کړه، د حکومت ځواب د ولسواکي نظامونو ځانګړنه ده؛ حکومت د خلکو له متن څخه منځته راغلی دی نو بايد چې هغوی ته ځواب ورکوونکی وي. ښاغلي اعتمادي ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په پلي کولو اوتامين کې به هڅه کوي.aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام په دويمه ورځ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خليل جيحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق پلي کولو او اهميت په هکله د خبرو کولو سربېره د يو پرېزينټېشن له لارې د قانون حقوقي بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي موخو، د اطلاعات ورکولو وخت، اطلاعاتو، د اطلاعات ورکولو په اړه د ادارو مکلفيت، د اطلاع رسونې مسوول دندو، د اطلاعات ورکولو طریقې، د غوښتونکو لخوا د شکایت حق، د غوښتونکو شکايتونو ته د رسېدنې طريقې، د کمېسيون دندو او صلاحیتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاين سېستم په هکله هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS