اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځ نمانځلو په مناسبت اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه بحث

Anonymous (not verified)
Mon, Sep 28 2020 11:37 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځ نمانځغونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله بحث د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ښاغلي شیوای شرق، د روڼتیا څار ادارې اجرایي رییس ښاغلي سیداکرام افضلي، د کلید ګروپ رییسې آغلې نجیبې ایوبي، د نی موسسې رییس ښاغلي مجیب خلوتګر په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همغږۍ په ولسمشرۍ مانۍ کې تر سره شو.

په پیل کې سیداکرام افضلي، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول باندې خبرې وکړې او ویې ویل: اطلاعاتو ته لاسرسي او د بیان ازادي یواځې د خبریالانو حق نه بلکه د ټولو هېوادوالو حق دی چې د دې تامین ښې حکومتوالۍ ته اړتیا لري. ښاغلي افضلي اطلاعاتو ته لاسرسی او د هغه اهمیت د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې ټینګار باندې سربېره زیاته کړه؛ فساد هغه وخت کېږي چې روڼتیا نه وي او روڼتیا اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې شونې ده. په همدې اساس مفسدین د محرمیت دود په ساتلو سره د شخصي ګټو په فکر کې دي او په د اطلاعاتو پټولو له لارې د ځواب ویلو پروسه له خنډونو سره مخ کوي. ښاغلي افضلي د کمېسیون د پرېکړو د عملي کولو باندې د ټینګار سره زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته لاسرسی په حکومت باندې د دولت باور زیاتوي او په حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون تامینوي.

ورپسې د کلید ګروپ رییسې آغلې نجیبې ایوبي، په څېړنیزې خبریالۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت خبرې وکړې او د څېړنیز راپور په جوړولو کې یې د خبریالانو ستونزو ته نغوته وکړه. هغې زیاته کړه؛ اطلاعات باید د وګړو له غوښتنې سره سم پر وخت، په بشپړ ځيرتیا او سم ډول د څېړنیزو خبریالانو په واک کې ورکړل شي. تر څو د پروګرامونو په جوړولو او د ادارو کاري ستراتېژۍ طرح او جوړولو کې همکاري او د ستونزو له منځه وړولو ته ښه زمینه برابره شي.

ورپسې د نی موسسې رییس ښاغلي عبدالمجیب خلوتګر، اطلاعاتو ته د لاسرسي په فرصتونو او ستونزو خبرې وکړ، اطلاعاتو ته د لاسرسي غوره قانون لرل، د یوې خپلواکې او بې طرفې ادارې په توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رامنځته کول او د شته سهولتونو څخه ګټنه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو، دود او عامولو په برخه کې یو فرصت او د ادارو لخوا د اطلاعات غوښتلو موضوع سیاسي کول، اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه د سرغړونکو ادارو پر وړاندې د ځانګړو تادیبې چارو نشتون، د اطلاعاتو نه ډلبندي، د حکومتي ویاندویانو لخوا له خبریالانو سره د چلند په برخه کې د قانون نه پوهاوی، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې ستونزې وبللې.

په پای کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ښاغلي عبدالمنان شیوای شرق، د ښې حکومتوالۍ په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول په هکله خبرې وکړې او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د حکومتوالۍ مدرن عقلانیت وباله او ویې ویل: د دیموکراسۍ اساسي ځانګړنه د وګړو حاکمیت تشکیلوي چې د هغې پر بنسټ په دیموکراتیکو نظامونو کې وګړې د اطلاعاتو مالکان او دولت یې ساتوونکی دی؛ خلک حق لري چې د دولت د کړنو په هکله پوښتنه وکړي او د خپلې اړتیا وړ اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. هغه، اطلاعاتو ته لاسرسی د واکمنو ځواب ویلو لپاره اساسي لار وبلله چې کولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه په استفادې د حکومت د کړنو په برخه کې ټولنیز څار او کنټرول زیاتوي. د فساد پر وړاندې مبارزې، د ښې حکومتوالۍ پیاوړتا او د روڼتیا تامینولو لامل کېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS