د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څېړلو عمومي ریاست سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه

Anonymous (not verified)
Fri, Sep 25 2020 1:00 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او غړي ښاغلي حمدالله ارباب، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او څېړلو عمومي رییس ښاغلي عبدالودود بشریار سره د دولتي ادارو مقاماتو او مسوولینو شتمنیو ثبت او څېړو په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رول باندې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د حکومتي مسوولینو او مقاماتو د شتمنیو ثبت او د اطلاع رسونې بهیر په هکله په ګډو همکاریو او همغږي باندې خبرې وشوې. همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې په اطلاع رسونې باندې ټینګار وشو.

ښاغلي عین الدین بهادري او حمدالله ارباب، د دولتي مقاماتو او مسوولینو د شتمنۍ په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو باندې ټینګار وکړ او د ادارو او د شتمنۍ ثبت او څېړو ادارو لخوا یې خپرول د هغوی مکلفیت وباله.

ښاغلي عبدالودود بشریار، د دولتي مقاماتو د شتمنیو ثبت او د اطلاع رسونې په اړه د کمېسیون مشورې او همکارۍ د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې مهمې وبللې او د شتمنیو ثبت ادارې سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د همکاریو غوښتونکي شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS