د افغان ښځو شبکې غړو ته د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sun, Sep 20 2020 9:50 AM
aic

نن د ۱۳۹۹کال د وږي په ۳۰مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د افغان ښځو شبکې غړو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پار پروګرام تر سره کړ.

په پیل کې آغلې فرشته فرح غونډه د ښځو شبکې غړو په پېژندګلوۍ سره پیل کړه. ورپسې د ښځو د شبکې سرپرستې مرستیالې آغلې روشن مشعل، د مدني بنسټونو د مسوولینو او د شبکې د غړو له شتون څخه د مننې تر څنګ د مدني بنسټونو او د شبکې د غړو پرمختګ او رشد په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اهمیت خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل تر څو د افغانستان دولت په جوړښت کې د ښځو غوښتنو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق څخه بشپړه استفاده وکړي. اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول کولای شي په ټولنه کې د ښځو لومړنۍ او اړینې اړتیاوې پوره کړي.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کلیاتو په ځانګړي توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول، اطلاع رسونې مراجعو، د کمېسیون عمده دندو، د ادارو لخوا له وړاندې د اطلاعاتو خپرولو، د اطلاعات ورکولو معیاد، په فردي او ټولنیز ژوند کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت، قانوني سرغړونو، تادیبي برخو، د غوښتونکو شکایتونو ته رسېدنې، د وګړو خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز ډول توضیحات ورکړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځواب ورکړل.

په پای کې د افغان ښځو شبکې حقوقي سلاکارې آغلې ثریا صبحرنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له کړنو څخه هرکلی وکړ او د کمېسیون رامنځته کېدل یې د وګړو اساسي حقونو پلي کولو ( اطلاعاتو ته لاسرسي) برخه کې مهم او ارزښتناک وباله. آغلې ثریا له ګډنوالو څخه وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو په برخه کې فعال ګډون ولري او د ښې حکومتوالې په جوړښت کې خپل فعال رول ولوبوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS