اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اونیزه غونډه

Anonymous (not verified)
Sat, Sep 12 2020 3:14 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نوبتي غونډه، د چارو لا انسجام په موخه د کمېسیون د رییس، غړو او د کمېسیون د دارالانشا رییس په شتون کې تر سره شوه.

په پیل کې د کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د کمېسیون رییس او غړو ته د کمېسیون کاري اونیز راپور ارایه کړ. ورپسې د کمېسیون د چارو لا همغږۍ لپاره د رهبرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کمېسیون د غړو دندو په اړه چې مخکې ویشل شوې وې بیا کتنه وشي.

یادې پرېکړې ته په کتو د کمېسیون غړي به لاندې دندې پر مخ وړي؛ د کمېسیون مالي، تدارکاتي او د شکایت څېړلو څانګې به اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلی عین الدین بهادري، اداري، خدمات او د بشري سرچینو څانګې د کمېسیون مرستیاله آغلې نجیبه مرام، د عامه پوهاوي او اړیکو څانګې د کمېسیون کمېشنر او منشي ښاغلی حمدالله ارباب، د څارنې او ارزونې څانګې د کمېسیون غړې آغلې زهرا موسوي پر مخ وړي.

همدارنګه په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې لمانځلو، د تلویزیوني سپاټونو خپرولو، ولایتي سفرونو او نورو اړوندو موضوعاتو باندې بحث وشو.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS