د مالیه وزارت خصوصي او د عامه گډون عمومي ریاست، حقوقي سلاکار سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه غونډه

Anonymous (not verified)
Sun, Sep 13 2020 2:46 PM
aic

۱۳۹۹کال د وږي ۲۳مه، یکشنبه

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، د مالیه وزارت د خصوصي او عامه گډون عمومي رییس ښاغلي واکمن صمیم امین په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، په مالیه وزارت کې د اطلاع رسونې دود پیاوړي کولو لپاره تر سره شوه.

په پیل کې ښاغلي ارباب، له وړاندې اطلاعات خپرولو باندې ټینګار وکړ. ښاغلي ارباب زیاته کړه؛ د اطلاعاتو له وړاندې خپرول د ملت او دولت تر منځ د باور سبب کېږي. هغه وویل، له وړاندې اطلاعات خپرول ولسي ګډون ته زمینه برابروي ترڅو د ولسي ګدون په همغږۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې پرمختیایي پروګرامونه پلي شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې مالیې وزارت به د اطلاعاتو ډلبندۍ په کړنلارې کار پیل کړي او د دې تر څنګ د کمېسیون یو غړی به د یاد ریاست په ربعوارو غونډو کې ګډون کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه بحث وکړي.

همدارنګه کمېسیون ژمنه وکړه چې د یاد ریاست کارکوونکو ته، د پوهاوي کچې لوړولو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS