جلال آباد ولایت ته سفر

Anonymous (not verified)
Tue, Sep 08 2020 12:58 PM
aic

ښاغلي حمدالله ارباب او ورسره پلاوي یې د وږي په 17مه جلال آباد ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت له نوي ټاکل شوي والي او د فکري دریځ له مشرتابه او غړو سره په جلا جلا توګه ولیدل.

د ښاغلي ضیاءالحق امرخیل, د جلال آباد والي سره په کتنه کې دواړو لورو په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور په پياوړتیا او په دې برخې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.

ښاغلي امر خیل ژمنه وکړه چې د روڼتیا د تأمین لپاره به هر ډول اطلاعات له خلکو سره د قانون مطابق پخپل وقت شریک شي او د ولس اړوند هیڅ ډول اطلاعات به پټ نه ساتل کیږي.

همدا راز ښاغلي حمدالله ارباب وویل چې: د کمیسیون چارواکي به په نږدې ورځو کې د جلال آباد ولایت د چارواکو, مدني فعالانو, رسنیو او ولسي استازو لپاره د قانون په هکله د پوهاوي او همغږۍ پروګرامونو د پلي کولو يه موخه, رسمي سفر ولري.

ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب او ورسره پلاوي یې د فکري دريځ لخوا د کابو پنځوسو مدني, رسنیزو او ټولنیزو فعالو ځوانانو لپاره په جوړ شوي پروګرام کې

aicکډون وکړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه یې ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او د دوی پوښتنې ځواب کړې.

د فکري دریځ مشرتابه لخوا کډونوالو ته تصدیق پانې هم وړکړل شوي.

کمیسیون هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې درې تنو ممثلینو, یو ټولنیز فعال او د فکري دریځ مشرتابه ته, اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د پیاوړتیا او په دې برخه کې د هغوی د هڅو او فعالیتونو په پار ستاینلیکونه وویشل, کوم چې په یاد ولایت کې د مختلفو فعالیتونوله لارې, اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړتیا او عامه پوهاوي لپاره کار کوي.

د پروکړام په پای کې د یادو ممثلینو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند یوه تمثیلي پارچه هم اجرا شوه

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS