د افغانستان اسلامي جمهوري دويمې مرستيالۍ مقام سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د مشرتابه غونډه

Anonymous (not verified)
Wed, Sep 02 2020 12:41 PM
aic

نن د (۱۳۹۹کال د‌ وږي ۱۲مه) اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشرتابه د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دويمې مرستيالۍ سره وليدل. په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د جوړېدو څخه تر اوسه پورې د ياد کمېسيون د کړنو په هکله راپور وړاندې کړ، هغه سربېره پردې په مالي، بشري سرچينو، اداري، د عامه پوهاوي پروګرامونو، څارنې او ارزونې، د اطلاعات غوښتونکو شکايتونو ته د رسېدنې، له دولتي او تمويل کوونکو بنسټونو سره د کمېسيون اړيکو په اړه هم خبرې وکړې.

ورپسې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيال ښاغلي محمد سرور دانش، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د غړو او مشرتابه د سازماني پرمختګ، له دولتي بنسټونو سره د کمېسيون اړيکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پياوړي کولو په برخه کې د کمېسيون کړنې وستايلې او يو ځل بيا يې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د پروګرامونو او موخو څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه ملاتړ اعلان کړ.

د خبرو په لړ کې؛ د کمېسيون د مشرتابه غړو د کمېسيون او د اطلاع رسونې دود پياوړي کولو پر وړاندې ستونزو باندې خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د حکومت د مشرتابه د ملاتړ غوښتنه وکړه چې په دې اړه يې محترم مقام ملاتړ هم ترلاسه کړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS