اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اونیزه غونډه

Anonymous (not verified)
Mon, Aug 31 2020 12:50 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اونیزه غونډه، د کمېسیون د غړو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس په شتون کې تر سره شو.

په دې غونډه کې د کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري د مختلفو څانګو کاري راپور د کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړ. ورپسې د کمېسیون غړو کمېسیون ته د شویو شکایتونو، د اطلاعاتو ارایه کولو په برخه کې د سرغړونکو ادارو لپاره د مطبوعاتي کنفرانس جوړولو، په ولایتونو کې د پوهاوي پروګرامونو د تر سره کولو په څرنګوالي، د کړنلارو وروستي کول، په ولایتونو کې لومړیو او دوهمي واحدونو ته د اطلاع رسونې مرجع ورپېژندل، مالي مسایلو او د کمېسیون د بودجې په تړاو خبرې وکړې.

د کاري راپور اورېدلو او د اندونو تبادلې څخه وروسته، د کمېسیون غړو د ځانګړي پلان پر بنسټ د اړینو کړنو پر مخ وړلو لپاره اړین هدایات صادر کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS