د عاشورا د ورځې او د امام حسین (ع) د شهادت د غمیزې په مناسبت اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د تسلیت پیغام

Anonymous (not verified)
Sun, Aug 30 2020 12:05 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه غړي، دارالانشا ریاست او کارکوونکي، د عاشورا د ورځې را رسېدل او د حضرت محمد(ص) د لمسي حضرت امام حسین (ع) د شهادت غمیزې تسلیت د افغانستان ټول عدالت غوښتونکي او ازاد ملت او د نړۍ ټولو حق غوښتونکو، د ازادۍ او د فضیلت تږو ته تسلیت وړاندې کوي

محرم او د عاشورا ورځ؛ د بشر په تاریخ کې د ظلم پر وړاندې د ودرېدو او ازادۍ یوه لویه حماسه ده. په سیاسي او ټولنیزه برخه کې د عاشورا پېښه د سرښندنې، عدالت غوښتنې، فساد پر وړاندې مبارزې، عزت، له اسلام او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع، امر به معروف ونهی له منکر د خدای او اسلام په لار کې شهادت مهم درسونه دي.

پرته له شک څخه د عاشورا پیغام؛ د باطل او نامشروع حکومتي نظام پر وړاندې د حق مبارزه او همدارنګه د هر ډول بې عدالتۍ او ظلم، د امت اصلاح او فساد پر وړاندې مبارزه ده. پر همدې بنسټ په دې شرایطو کې د افغانستان وګړو ته ښایي چې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او اصلاح لپاره کوښښونه وکړي تر څو له فساد او بې عدالتۍ څخه پاکه ټولنه ولرو چې په هغې کې ټولنیز یووالی او ورورګلوي تلپاتې وي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS