د ښځينه خبريالانو د وضعيت څېړلو او تحليل او د هغوی رول د سولې په پروسه کې تر عنوان لاندې سيمينار کې ګډون.

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 26 2020 9:15 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې آغلې نجيبې مرام چې په ياد سيمينار کې يې ګډون کړی و د سولې په پروسه، د اطلاع رسونې او د افغانستان د ښځو حقونو تامين په برخه کې د ښځينه خبريالانو شتون يو حياتي امر وباله.

آغلې مرام په دې ناسته کې وویل چې د اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ دولت مکلف دی چې حقيقي او حکمي وګړو ته له وړاندې يا د غوښتنې پر بنسټ پرته له هر ډول تبعيض څخه اطلاعات ارايه کړي.

څرنګه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د بشري او وګړیزو حقونو له ډلې په ملي او نړيوالو اسنادو کې تسجيل شوی دی؛ ټول هېوادوال د رسنيو د استازو په ګډون کولای شي چې د خپل خوښې وړ اطلاعاتو ته پرته د کوم تبعيض څخه لاسرسی ولري او دولت اطلاعاتو ته د لاسرسي زمينې په برابرولو باندې مکلف دی. ځکه نو اطلاعاتو په ازاد ډول لاسرسی او د سولې پروسې کې د ښځينه خبريالانو شتون، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ښځو د حقونو د تامين په مانا دی ځکه چې د دوی له برخلیک سره اړيکه لري.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS