اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اونیزه غونډه
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اونیزه غونډه د رییس، د مشرتابه غړو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس په شتون کې تر سره شو. په پیل کې د کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري د کمېسیون د مختلفو څانګو کاري راپور د کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړ، ورپسې کمېسیون ته اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم او په کاغذي ډول شویو شکایتونو په تړاو بحث وشو. په پای کې د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به د کمېسیون پرېکړو پر وړاندې د سرغړونکو او بې پروا بنسټونو، په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د احکامو په پام کې نیولو سره پرېکړه وکړي او د رسنیو لخوا به یې د یو خبري کنفرانس له لارې د هېواد ټولو وګړو سره شریک شي.