د افغانستان ملي راډیو تلویزیون عمومي رييس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسيون د مشرتابه ګډه ناسته

Anonymous (not verified)
Thu, Aug 20 2020 4:23 PM
AIC

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رييس ښاغلي اسماعيل میاخیل سره اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پياوړي کولو په تړاو د ګډو همکاريو په هکله خبرې اترې وکړې.

په پيل کې ښاغلي عين الدين بهادري، د ملي راډیو ټلویزیون اوسني مشرتابه له کړنو د ستاینې تر څنګ د ملي راډیو ټلویزیون په فعاليتونو کې تازه بدلونونه او پرمختګونه هيله بښونکې او د اطلاع رسونې په برخه کې يې مهم ګام وباله.

ورپسې ښاغلي بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د اساسي قانون پنځوسمې مادې په رڼا کې، د کمېسيون تشکيلاتي پراختيا او د افغانستان د دولت په جوړښت کې د يو خپلواک واحد په توګه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رامنځته ته کېدل، د کارکوونکو د ګمارنې پروسې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاين سېستم چې ټول وګړي که په دننه هېواد کې وي يا بهر له هيواد څخه کولای شي د حقوقي معيارونو په رڼا کې له ټولو دولتي ادارو اطلاعات وغواړي. د اطلاعاتو نه ورکولو په وخت کې کولای شي د همدې سېستم له لارې کمېسيون ته شکایت ثبت کړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنې ستراتيژۍ طرح او تدوين چې دولتي ادارو سره مرسته کوي تر څو د اطلاعاتو ډيجيټل کولو باندې پيل وکړي او ټولو هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.ښاغلي بهادري د ملي ګټو تامين، د ځواب ورکوونکي دولت پياوړي کول او روڼتيا يې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون او ملي راډیو ټلویزیون له بنسټيزو کارونو څخه وښوده او د سپټمبر ۲۸ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيوال ورځ دی او د دې ورځې لمانځلو په تړاو د پروګرام جوړولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پار د دوامداره پروګرامونه چې محرم او غيرې محرم اطلاعاتو د پېژندلو ته زمينه برابروي او ځواب ورکوونکي حکومت ته لار هواره وي ټينګار وکړ.

ورپسې ښاغلي مياخيل اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله بحث يوه لويه سکالو وښوده او اطلاعاتو ته د لاسرسي، د بيان ازادي او ډيموکراسي په اړه په ټولنه کې د نه پوهاوي شتون يې لوی خنډ وښود چې د اړوندو بنسټونو لخوا ډېر کار ته پورې تړاو لري. ښاغلي مياخيل د ملي راډیو ټلویزیون کارکوونکو ته د پوهاوي پروګرامونو جوړولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيوالې ورځې يعنې د سپټمبر ۲۸ په هکله د يو مياشتني کمپاين او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او اهميت په اړه د ځانګړو تلويزيوني پروګرامونو جوړولو په برخه کې د ولسواکې تولنې جوړولو په پار د همکاريو ژمنه وکړه

په پای کې دواړو خواوو د ګډ کاري ټيم او موخو ته د رسېدو په موخه د همکاريو د هوکړه ليک په لاسليک باندې هوکړه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS