اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رییس تر منځ لیدنه

Anonymous (not verified)
Thu, Aug 13 2020 11:17 AM
aic

دا لیدنه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون منشي او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رییس ښاغلي نعمت الله بارکزي په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دفتر کې تر سره شوه.

په پیل کې ښاغلي بارکزي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو د ستاینې تر څنګ، د روڼتیا او د دولتي ادارو لخوا وګړو ته د ځواب ویلو په تړاو خبرې وکړې. ښاغلي بارکزي دولت د اطلاعاتو امانتدار او وګړي یې د اطلاعاتو مالکان وبلل. ځکه نو خلک حق لري چې په ادارو کې شته اطلاعاتو د قانون د حکمونو په رڼا کې لاسرسی ولري.

ورپسې ښاغلي ارباب وویل، اطلاعات باید له وړاندې خپاره شي تر څو وګړي د حکومت له کړنو څخه څارنه وکړي او د خلکو ګډون ته په واقعي ډول زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه؛ د ښاروالۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی، د ښاروالۍ د پروژو په پروسه کې د کیفیت او روڼتیا ضمانت کوي.

په پای ښاغلي نعمت الله بارکزي، ډاډ ورکړ چې د کابل ښاروالۍ د اطلاعاتو ټولې پروسې او د اطلاعاتو ورکول به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تنظیم کړي

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS