منن لیک
اطلاعاتو ته لاسرسی، په ښې حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون ته زمینه برابروي، له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د وګړو همکاري یو مهم او اړین ګام دی. ښاغلو لالا خېل افغان، شریف مسرور او همکارانو یې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د هېوادوالو د پوهاوي کچې لوړو په پار یو لنډه ویډیو جوړه کړې او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپره کړې. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ښاغلو لالا خېل افغان، شریف مسرور او همکارانو له نوښت څخه یې مننه کوي او دا کړنه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي دودولو او پیاوړي کولو په برخه کې یو غوره او موثر اقدام بولي.