اختریز پیغام!

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 30 2020 5:10 AM
aid

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د لوی اختر را رسېدل ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول د افغانستان دولت او مسلمان ملت ته، هغو کسانو ته چې د روڼتیا، فساد پر وړاندې مبارزې، ښې حکومتوالۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په دودولو او بنسټیز کولو برخه کې کار کوي د زړه له تله مبارک وایي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او د دارالانشا ریاست کارکوونکي،د دې برکت لروونکو ورځو په پار د خدای له دربار څخه د یوې هر اړخیزې او با عزته سولې غوښتونکي دي. تر څو وکولای شو د سولي په فضا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هېواد کې پلی کړو.

لوی اختر، د سرښندنې، قربانۍ او د بېوزلو د لاسنیوي اختر دی. د قربانۍ اختر، د دوستۍ د پیاوړتیا لامل، د خدای لخوا خپلو مسلمانو بنده ګانو ته د بښنې ورځ ده. کينه، حسد او د دښمني پرېښېدو او پر ځای يې د ورورګلوۍ، مهربانۍ او سولې غېږ يو بل ته خلاصه کړو تر څو د سولې تر چت لاندې د يو بل تر څنګ په خوښيو او ارامۍ ژوند وکړو.

سږ کال لوی اختر په داسې حال کې لمانځل کېږي چې تر اوسه پورې نړۍ او زموږ ګران هېواد د کرونا وېروس تر تهديد لاندې دی. کعبه شريفه د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په پار د حاجيانو په مخ تړلې او حاجيان ددې فرضيې د اداکولو څخه منعه شوي دي. ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، د افغانستان له غنمایندو او باعزته وګړو غواړي چې لوی اختر په خپلو کورونو کې ولمانځي، تر څو د کرونا وېروس د خپراوي مخه ونيول شي.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشرتابه او کارکوونکي، د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د افغانستان ټولو وګړو ته د خدای له درباره د يووالي، ورورولۍ، سرلوړۍ، اقتدار، امنيت او ارامۍ غوښتنه کوي.

اطلاعاتو ته لاسرسی ستاسو حق دی!

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS