د ښار جوړونې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د يوې غونډې په لړ کې د‌ خپلو کړنو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ته راپور ورکړ.

Anonymous (not verified)
Tue, Jul 07 2020 7:14 AM
aic

دغه ليدنه د منشي او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د دارالانشاء رييس ښاغلي عصمت الله حيدري، د ښار جوړونې وزارت د اطلاعاتو رييس او وياند ښاغلی حشمت الله ناصر او ور سره پلاوي په شتون کې ترسره شوه.

په پيل کې ښاغلي حشمت ناصري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون له ښار جوړونې وزارت سره د همکاريو مننې ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې په ادارو کې د روڼتيا رامنځته کولو؛ او د ښار جوړونې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له وړاندې د اطلاعات خپرولو په اړه راپور ورکړ. ښاغلي ناصري ډاډ ورکړ چې د ياد وزارت وېب پاڼه هره ورځ بروز کوي او دې لړۍ ته به دوام ورکوي. هغه د ښار جوړونې وزارت ویب پاڼه کې د پروژو اطلاعاتي بانک جوړول، د اطلاعاتو ډيجيټل کولو او له وړاندې د اطلاعات خپرولو برخه کې مهم ګام وباله.

ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب، له وړاندې د اطلاعاتو خپرول د ښې حکومتوالۍ اصل وښود، او ويې ويل اطلاعات بايد له وړاندې خپاره شي تر څو وګړي د ادارو له فعاليتونو او کړنو څارنه وکړي.

په پای کې آغلې زهرا موسوي، په ښار جوړونې وزارت کې د اطلاع رسونې مرجع په رسمي جوړښت ټينګار وکړ او ټولې څانګې د اطلاع رسونې مرجع مسوول سره په بشپړ ډول همکاري وکړي، تر څو د اطلاع رسونې مرجع مسوول د غوښتوونکو، غوښتنې پر وخت ځواب ورکړي. هغې زياته کړه هر څومره چې اطلاعات غوره وي هومره به روڼتيا زياته وي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS