د کمیسیون او کانونو وزارت د مشرتابه تر منځ کتنه

Anonymous (not verified)
Wed, Jun 24 2020 9:40 AM
aic

د کانونو او پطرولیم وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، مدني بنسټونه او اړوند ادارې باید په ګډه د کانونو د ساتنې، مدیریت او عوایدو را ټولولو د روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې، په همغږې او ګډه توکه و یوې ګډې کارې کمیټې له لارې،کار وکړي، دغه مطلب ښاغلي حمدالله ارباب د کمیسیون کمیشنر د ښاغلي محمد هارون چخانسوري د کانونو او پطرولیم نوماند وزیر سره په کتنې کې څرګند کړ.
دغه کتنه چې د چنګاښ په ۴مه تر سره شوه، په سرکې ښاغلي حمدالله ارباب د چخانسوري صاحب او د تیم څخه يې د کمیسیون سره د تر سره کړو بنیادی مرستو له امله د مننې تر څنګ، زیاته کړه چې: حکومت تل د اطلاعاتو به خپرولو او ولس ته پر حساب ورکولو ټینګار کړی، په دې اساس باید ټولې ادارې د قانون مطابق د خپلې هرې کړنې په هکله ولس ته مفصل او پخپل وخت اطلاعات وړاندې کړي، تر څو ولس وشي کړای د شته اطلاعاتو له مخې په ټولنه کې د عامه خدماتو له وړاندې کولو او د پروژو له تطبیق څخه څارنه وکړي.
د دې لپاره چې ولس ته پخپل اطلاعات وړاندې شي باید هره اداره د اطلاع رسونې پیاوړې او مجهزه مرجع ولري او د ادارې ټولې څانګې مکلفې دي تر څو خپل اطلاعات له یادې مرجع سره شریک کړي.
ورپسې ښاغلي چخانسوري د روڼتیا رامنځته کولو او له فساد سره د مبارزه لپاره له کمیسیون سره په ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې: موږ په روڼتیا او حساب ورکولو باور لرو او د دې لپاره چې ولس ته پخپل وخت اطلاعات وړاندې کړو د کانونو په وزارت کې پر یو اطلاعاتي مرکز (Data Center) او د ویبسایټ په بډاینې کولو کار کوو، تر څو اطلاعات مخکې له مخکې په څلو ژبو ولس ته د لاسرسي وړ وي.
نوموړي د کمیسیون، مدني بنسټونو او اړوندو ادارو تر منځ د کانونو په چارو کې د روڼتیا او سمون رامنځته کولو په موخه د ګډې کاري کمیټې د رامنځته کولو طرحې ته چمتو والی وښود او زیاته یې کړه چې موږ هر هغه کار چې د کانونو په برخه کې د اصلاحاتو لامل شي هر کلی یې کوو او ژمن یو چې په اداره کې به د غیر قانوني محرمیت مخه نیسو، نوموړي د اطلاعاتو د ډلبندۍ په برخه کې هم ژمنه وکړه چې د کانونو وزارت به اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په مشوره د قانون سره سم ټول اطلاعات په معیاري توګه ډلبندي کړي، تر څو د اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزې تر ډیره بریده هوارې شي.
دواړو لورو په دې ټینګار وکړ چې کانونه د ملت شتمني ده او باید د دې شتمنۍ د ساتنې او استخراج په برخه کې له پوره احتیاط او امانتولۍ څخه کار واخیستل شی تر څو له دې لارې د لاسته راغلو عوایدو پر مټ ملت او حکومت له احتیاجۍ څخه خلاص او پر پخپل ځان بسیا شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS