د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معینت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 23 2020 6:20 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنره آغلې زهرا موسوي او د دارالانشا رییس  ښاغلي عصمت الله حیدري د سیمه ییزو ارګانونو د ښاروالیو معینیت له معین ښاغلي روح الله نیازي او رییسانو سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب دې لیدنې ته د زمینې برابرولو د مننې تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ګټو او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغه وویل په دموکراتیکو نظامونو کې ځواب ورکول او روڼتیا اطلاعاتو ته د لاسرسي بنسټیز توکي دي. هغه زیاته کړه هغه وخت به ملي ګډون تمثیل شي چې اطلاعاتو ته لاسرسی په یو  دود بدل شي.

ورپسې اغلې زهرا موسوي، په دولتي ادارو کې د محرمیت حاکموالی اطلاعاتو ته د لاسرسي حق بنسټیز کولو پر وړاندې له اساسي ستونزو څخه وباله او زیاته یې کړه؛ هر څومره چې اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه وي هغومره روڼتیا زیاته وي ځکه نو اطلاعات باید له وړاندې خپاره شي.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو مرستیال ښاغلي روح الله نیازي په دولتي ادارو کې د خواب ورکولو او روڼتیا په برخه کې د وضعیت د ښه والي په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو د ستاینې ترڅنګ روڼتیا او ځواب ورکول یې د معینیت له بنسټیزو موخو وګڼلې او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ښاروالیو معینیت کې یې د اطلاع رسونې مرجع له جوړلو ډاډ ورکړ. سر بېره پر دې د یاد معینیت رییسانو په لاندې موضوعاتو لکه؛ د وګړو شکایتونو ته د رسېدنې میکانیزم په جوړولو، د بودجې پلان کولو کې د وګړو ګډون، د ښاروالیو د بورډ  جوړولو او د ښارولیو په ویب پاڼو له وړاندې د اطلاعات خپرولو په اړه خبرې او اړین توضیحات وړاندې کړل.

 په پای کې، دواړو خواو په دغو برخو کې په ګډو همکاریو لکه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ښاروالیو معینیت کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د ښاروالیو په مرسته د عامه پوهاوي پروګرامونو تر سره کول او د اطلاع رسونې پیاوړي کولو په اړه ژمنې وکړې.

 

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS