کوچنی اختر مو مبارک شه!

Anonymous (not verified)
Sun, May 24 2020 5:05 AM
کمیسیون اختریز چیام

د روژې مبارکه میاشت، د زړونو د روڼتیا، د بدن د سپېڅلتیا، له محرماتو او جرمونو د لرېوالي، د مرستې او بښنې، د زده کړې او درک میاشت ده. مسلمانان په دې میاشت کې تر ټاکلي وخت خوراک او څښاک نه کوي او د ټولو دیني فریضو د ادا کولو کوښښ کوي تر څو یې له يوه خالق سره اړیکه پياوړې او (مطلقه عدالتي او حساب وروکونکې) ورځ ور په یاد شي. مسلمان ملتونه، د روژې مبارکې میاشت پای په اختر، له غریبانو سره په مرستو، د دوستانو په لیدنو سره لمانځي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او کارکونکي په خپل وار د کوچني اختر رارسېدل د مسلمانانو ټولو ملتونو په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان، پتمن او باتور ملت ته مبارک وایي او هیله لري چې د افغانستان وګړي له یو بل سره په همکارۍ اختر داسې ولمانځي چې ټول پکې خوښ او خوشحاله وي. څرنګه چې زموږ ټول هېوادوال د کرونا وایرس د خپراوي له وېرې د بندیزونو او ستونزو څخه خبر دي، نو هیله ورڅخه کېږي چې دا اختر په کورونو کې تېر کړي او د شته امکاناتو څخه په ګټنې له خپلو خپلوانو سره اختر له لرې واټن څخه ولمانځي تر څو په راتلونکو اخترونو کې د خپلو، خپلوانو او دوستانو لیدلو ته ور شي او د روغتیا او شتون له نعمت څخه یې خوند واخلو. د خوښيه ناڅي زړونه په اختركې ديدنونه ،اخترونه په اختر كي د غماز،رقيب،بېلتون،خفګان خفه وي كړي ګلپاڼې اتڼونه په اختركې

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS