د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې فرهنګي او ټولنیز ریاست سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, May 19 2020 9:01 AM
aic

دا غونډه د کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او د کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې فرهنګي او ټولنیز ریاست رییس ښاغلي میاګل وثیق او همکارانو سره یې په کمېسیون کې ولیدل. په دې غونډه کې دواړو خواوو د خپلو کارونو او پروګرامونو او د ګډو همکاریو وکړې اړه خبرې اترې وکړې. ښاغلي بهادري وویل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په حکومتي بنسټونو کې د اطلاع رسونې دود پیاوړي کولو، د اطلاع رسونې مرجع پیاوړي کولو، د سازماني مکلفیتونو او د ولایتي پروګرامونو پلي کولو لپاره د ټولو دولتي ادارو ګډو همکاریو په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې فرهنګي او ټولنیز ریاست همکاریو ته اړتیا لري.ورپسې ښاغلي وثیق وویل اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول او د بنسټونو په کړنو کې روڼتیا یواځې د کمېسیون دنده نه بلکه د ټولو ادارو دنده ده. هغه زیاته کړه، د چارو اداره په دې برخه کې همکاري کوي چې دا همکاري به د چارو ادارې فرهنګي او ټولنیز ریاست لخوا تنظمېږي.
په پای کې د دواړو لخوا د اطلاع رسونې په برخه کې په ګډو همکاریو او د افغانستان وګړو ته خدمت باندې ټینګار وشو

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS