اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مشرتابه غوڼډه د مخابراتی خدماتو د تنظیم ادارې له مشرتابه سره

Anonymous (not verified)
Mon, May 18 2020 7:48 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مشرتابه د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې له مشرتابه سره د غویي په ۲۹مه کتنه تر سره کړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تعمیم په موخه یې د دوه اړخیزو همکاریو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.

په غونډه کې لومړی ښاغلي عین الدنی بهادری د کمیسیون رئیس، د کمیسیون د رامنځته کیدو پر فلسفه او د یاد کمیسیون پر دندو رڼا واچوله او بیا ښاغلي حمدالله ارباب د کمیسیون کمیشنر او منشي د کمیسیون لپاره د یو معلوماتي مرکز د جوړولو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د مخاتراتی خدماتو د تنظیم ادارې له مشرتابه څخه د همکارۍ غوښتنه وشوه. ورپسې ښاغلي عمر انصاري د یادې ادارې مشر د خپل ادارې په هکله مفصل مالومات وړاندې کړل او د کمیسیون له مشرتابه سره پرکتنې د خوښۍ په څرګندولو سره د ګډو همکاریو پر ځینو اړخونو رڼا واچولو. په پای کې هوکړه وشوه چې د دواړو لورو تخنیکي کارکوونکي دې د راتلونکو همکاریو پر جزئیاتو د هړ اړخیزو خبرو اترو د تر سره کولو په موخه لیدنې کتنې تر سره کړي.

غونډه د هیواد لپاره د نیکو هیلو په څرګندولو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS