اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رهبرۍ او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ریاست تر منځ لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, May 05 2020 9:54 PM
aic

نن د ۱۳۹۹کال، غوایي ۱۶ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رهبرۍ کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، تخنیکي سلاکار ولي الله مصباح د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې ریاست رییس ښاغلي داکتر محمدفضل فضلي او همکارانو سره یې لیدنه وکړه او په دولتي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق عامولو او بنسټیزه کولو څرنګوالي باندې بحث وکړ.د کمېسیون له لوري پر دې ټینګار وشو چې حکومت د ملت خدمتګار دی او وګړو ته باید د اطلاعات غوښتلو په برخه کې ځواب ویونکی وي. یاد هیئت د هغو بنسټونو لړلیک چې اطلاعات غوښتونکو ته اطلاعات نه ورکوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مکتوبونه یې هم بابېزه ګڼل له دوی سره شریک کړ تر څو په د برخه کې همکاري وکړي.

داکتر فضلي د کمېسیون هیئت سره د لیدنې خوشحالي تر څنګ زیاته کړه، اطلاعاتو ته لاسرسی په افغانستان کې یو نوی مفهوم دی او د دې حق بنسټیز کول او د حکومتي بنسټونو ځواب ویلو ته اړ کول وخت او لازمو امکاناتو ته اړتیا لري. دوی ژمنه وکړه چې د چارو اداره به ډېر ژر د اطلاع رسونې مسوول معرفي او یاده برخه به پیاوړې کړي او د اطلاعات غوښتونکو غوښتونکې به وڅېړي او اطلاعات به دوی ته ورکړي. همدارنګه یې ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره به په یاد ریاست، وزارتونو او ولایتونو کې د پروګرامونو په پلي کولو کې همکاري وکړي او د ټولو بنسټونو نه ځواب ویل به وڅېړي.

غونډه د نېکو هیلو په غوښتلو پای ته ورسېده!

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS