د ټولنیزې پیاوړتيا په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول

Anonymous (not verified)
Mon, May 04 2020 10:54 AM
aic

اطلاعاتو ته لاسرسی د پياوړي کوونکو حقونو له ډلې څخه ده او هغه حق ته ویل کېږي چې د هغه پر بنسټ وګړی کولای شي د حکومت په کړنو کنترول ولري او په پرلپسې توګه څارنه ورځنې وکړي. دا حق د ټولنې له وګړو سره مرسته کوي چې د ژوند اصلي لوری وټاکي او خپل وګړیز او ټولنیز مسوولیت په ښه ډول پر غاړه واخلي او په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې خپل شتون تضمین کړي.

د اطلاعاتو پټول د ټولنیزې کمزورۍ له مهمو لاملونو څخه دی ځکه نو وګړي نشي کولای په وګړیز او ټولنیز ژوند کې خپل رسالت په بنسټیز ډول تر سره کړي. ځکه چې د اطلاعاتو په نه شتون کې نشو کولای د بیان ازادي، سیاسي ګډون حق، له ټولنیزو خدمتونو ګټه اخیستنه، د زده کړې حق، د کار حق، د چاپیریال حق او نورو حقونو څخه استفاده وکړو.

نو پر همدې اساس، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق کولای شو د یو قدرت په نوم یاد کړو. اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولنې وګړو ته د پېژندې، پرېکړې، تشخیص او قضاوت پیاوړتیا وربښي او د هغو پر بنسټ له ټولو خپلو حقونو، مسوولیتونو او امتیازونو څخه د ټولنې ملاتړ وکړي او د پوهاوي په صورت کې د ټولنې په ټولو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې ګډون وکړي. دا چاره هغه وخت صورت مومي چې د ټولنې ټول وګړي عمومو پورې اړوند اطلاعاتو ته بشپړ لاسرسی ولري او د پیاوړې نیرو په توګه د حکومتي بنسټونو تر څنګ د ټولنې پرمختګ او پرختیا لپاره موثر ګامونه واخلي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS