اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنې ستراتېژي وروستي کولو په پار د کمېسیون د رهبرۍ غونډه تر سره شوه

Anonymous (not verified)
Sat, May 02 2020 12:22 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنې ستراتېژي وروستي کولو لپاره نن د کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، منشي ښاغلی حمدالله ارباب، غړې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، ټولو کارکونکو او سلاکارانو په شتون کې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ستراتېژي کلي چارچوب ارایه وشوه او د وروستۍ ستراتېژۍ لپاره د ګډنوالو نظرونه هم واخیستل شول تر څو وکولای شو وروستۍ نسخه یې ترتیب او د یو تخنیکي سند په توګه یې د ادارې جوړښت ته ور دننه کړو او د دې پر بنسټ د کمېسیون تخنیکي او د عملیاتي پلان برخې تنظیم او پلي کولو ته یې اقدام وکړو.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د قانون ښه پلي کېدو او په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي حق تامینولو لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنه ستراتېژي د ملي شریکانو او نړیوالو متخصصینو په مرسته طرحه او په نږدې راتلونکې کې به یې د یو تخنیکي سند په توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو ته د رسېدو لپاره د اجرا کېدو په پار وړاندې کړي.aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي ۵ کلنه ستراتېژي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون بشپړ پلي کېدو لپاره د حاکمیت(مرکزي او سیمه ییز) هره برخه کې زمینه برابره وي او د قانون موخو ته د رسېدو لپاره د کمېسیون د حرکت لوری مشخصوي، تر څو وکولای شي د ځانګړو پروګرامونو په پلي کولو په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي زمینه برابره کړي

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS