د کرونا ویروس د خپراوي په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په اړه د دولتي ادارو مکلفیت

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 31 2020 8:34 PM
aic

په هېواد کې د کرونا وېروس د خپراوي په اړه ځینو ولایتونو کې ګرځند بندیز ته په کتو، اطلاعاتو ته لاسرسی د معمول حالت څخه لا ډیر اړین او حیاتي رول لري. د کرونا ویروس په اړه عامه پوهاوی، د خپرېدو ډول، مخنیوی او خپرېدل یې، همدارنګه په دې برخه کې د حکومت کړنو او پرېکړو د څرنګوالي په اړه اطلاع رسونه د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له اړینو او مهمو ټکو څخه ګنل کېږي.

نو اړتیا ده چې ټول بنسټونه د اطلاع رسونې مختلفو وسیلو څخه  په ګټنې، د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي سربېره، په ښه او بشپړ ډول اطلاع رسونه، خلک د یادې بېمارۍ پر وړاندې د کړنو او پرېکړو په اړه په جریان کې وساتي.

په اوسني وضعیت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د اطلاع رسونې په برخه کې د ادارو مکلفیت باندې ټینګار کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په رڼا کې د ادارو له کړنو څخه د وګړو څارنې څخه ملاتړ کوي. د پلي کېدونکو پروګرامونو څخه په دومداره توګه څارنه، له اړوندو بنسټونو سره مرسته کوي تر څو د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې د سرچینو مصرف او د حکومت کړنو موثریت څخه ډاډمن شي.همدارنګه ټولنې ته د ضرر رسېدنې کچې کموالي په برخه کې د نيمګړتیاو له منځه وړلو لپاره د نړیوالو روغتیایي لارښونو په پام  کې نېولو سره لازم اقدامات وشي.

په هر حالت کې، که وضعیت عادي وي يا اضطراري، د سرچینو په مصرف کې د روڼتیا اصل رعایتول، اړوند بنسټونه باید شته سرچینې د قانون او مقرراتو په پام  کې نیولو او د ټولنې اړتیاوو او غوښتنو سره  سم مصرف کړي چې د کړنو پایلو او د وضعیت په  تغیر کې د هغه اغیز څخه وګړي ډاډمن کړي.اطلاعاتو ته لاسرسی د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره د موثر مکانیزم په توګه پېژندل کېږي او په بحراني وضعیت کې د فساد امکان شتون په صورت کې اړوندې ادارې مکلفې دي چې د امکاناتو مصرف ډول او  سرچینو څخه په دومدار ډول څارنه وکړي او راپور یې ذیدخلو بنسټونو او د افغانستان وګړو سره شریک  کړي.

حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په تمینولو مکلف او وګړو ته د ځواب او حساب ورکولو باندې موظف او مسوول دی.اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ژمن دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو پورې اړوندو ادارو له کړنو په دومداره توګه څارنه وکړي او د وګړو لخوا له ادارو څخه شکایتونو ته رسېدنه کوي. د اطلاعاتو ارایې په برخه کې هر ډول سرغړونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه سرغړونه ګڼل کېږي چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ور سره وشي.

ښکاره ده چې د کرونا وژونکی ویروس د ټولنې ټول اقشار او پوړۍ تر حملې لاندې راوستي دي او د نړۍ په سطحه یې د زرګونو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. نو ښه به وي چې د ټولو بنسټونو مسوولین د پوهاوي پروګرامونه په دواړو رسمي ژبو دري او پښتو ساده اوعام فهمه توګه برابر کړي او د هېوادوالو د پوهاوي کچې لوړولو لپاره د اطلاع رسونې لړۍ په ټول هېواد کې په موثر توګه عملي کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS