اطلاعات او فرهنګ وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sun, Feb 23 2020 11:55 AM
کمیسیون دسترسی به ه اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام د مرستیالې آغلې نجیبې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړې آغلې زهرا موسوي، د نشراتو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق، رییسانو، آمرانو او کارکوونکو په شتون کې اطلاعات او فرهنګ وزارت کې تر سره شو.

په پیل کې آغلې نجیبې مرام، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر اهمیت او اغېزمنتیا باندې خبرې وکړې او د دې قانون احکامو په اړه پوهاوی یې د ښې حکومتوالۍ لپاره مهم وباله. آغلې مرام د دې قانون پلي کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:« وګړي حق لري چې په حکومت کې شته اطلاعاتو په اړه غوښتنه وکړي، ادارې باید د اطلاعات ورکړې د اسانتیا لپاره خپلې د اطلاع رسونې مرجع ځانګړې او د اطلاع رسونې مسوول ځانګړنې له خلکو سره شریکې کړي او همدارنګه دې خپل اطلاعات د قانون ۱۵ مادې په اساس له وړاندې خپاره کړي».

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت او روڼتیا په اړه خبرې وکړې او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ښې حکومتوالۍ اساسي بنسټ وباله. آغلي موسوي وویل:« ادارې باید د وګړو په برخه کې د مسوولیت احساس ولري او د خلکو لاسرسی اطلاعاتو ته زمینه برابره کړي تر څو هغوی پوه شي په ادارو کې څه تېرېږي. همدارنګه په حکومت کې د برخه اخیستلو زمینه برابرېږي». نوموړې زیاته کړه اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو او حکومت ترمنځ د باور زیاتوي.

په دې پروګرام کې ښاغلي عبدالمنان شیوای شرق، اطلاعاتو ته لاسرسی په افغانستان کې د خلاصې دولتدارۍ او روڼتیا په برخه کې مهم عنوان کړ. او زیاته یې کړه:« د مډرنه دولت، رڼو بنسټونو او حساب ورکوونکو شاخصونو را منځته کولو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له پلي کولو پرته بله لار نلرو» ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د ټولو ادارو مسوولیت دی. ښاغلي شیوا وویل، د اطلاعات او فرهنګ وزارت رهبري او کارکوونکي ژمن دي چې د اطلاعاتو ورکړې او د دې قانون موادو پلي کولو لازمه همکاري وکړي.

په پای کې ښاغلي ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د ادارو مکلفیتونو، اطلاعات ورکړې، د اطلاعات ورکړې وخت، د اطلاع رسونکي دندې، د اطلاعات غوښتنې طریقې، د شکایتونو حق او شکایت ته د رسېدنې او د وګړو ملاتړ په اړه اړین معلومات او پریزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS