اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او وګړو ته د حکومت حساب ورکولو ورکشاپ

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 20 2020 10:34 AM
aic

۱۳۹۸، د سلواغې ۳۰، چهارشنبه

د قانون په اړه پوهاوی خپله د قانون پلي کولو باندې دلالت کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دودول د وګړو، ټولنې رسنیو، مدني ټولنو، اکاډمیکو بنسټونو او دولتي ادارې پوهاوي پورې مستقیمه اړیکه لري.

یاد ورکشاپ د روڼتیا څار ادارې لخوا رسنیو، مدني ټولنو او د دولتي ادارو اطلاع رسونې مسوولانو ته د یوې ورځې لپاره تر سره شو. د دې ورکشاپ موخه د ټولنې په مختلفو قشرونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي کچې لوړول او همداشان د اطلاع رسونې مسوولینو، مدني ټولنو او رسنیو تر منځ د اړیکو او همکاریو جوړول، په ادارو کې د اطلاع رسونې دود پیاوړي کول وه.

aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، اطلاعاتو ته لاسرسی يې د حساب ورکړې، روڼتیا، د کړنو په اړه ځواب ورکول، د دولتي ادارو فعالیتونو او څېړنیزو راپورنو په برخه کې مهم وباله.

آغلې مرام، په ټولو دولتي ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کول لویه لاسته راوړنه وښوده او زیاته یې کړه؛ د ادارو د رهبرۍ او د اطلاع رسونې مرجع پورې اړوندو برخو ترمنځ همغږي، د اطلاعات ورکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود په عامولو کې مهم وبلل.

په دې ورکشاپ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي مبانیو، موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي تاریخچې، د کمېسیون صلاحیتونو، فعالیتونو، د اطلاع رسونې مسوول دندې، ټولنیز څار، څېړنیز راپور، په علمي څېړنو کې له اطلاعاتو ګټه اخیستنې او ټولنیز تفتیش په اړه هر اړخیز بحث وشو.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS