د ګډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Wed, Feb 05 2020 3:20 PM
aic

۱۳۹۸کال،۱۴د سلواغی، دوشنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام نن اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د بېرته راستنېدونکو او کډوالو چارو وزارت مرستیال ښاغلي احمدولي حکمي، رییسانو او د دې وزارت کارکوونکو په شتون کې تر سره شو.

په پیل کې ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د ادارو مکلفیت په اړه خبرې وکړې. د اطلاع رسونې دود پیاوړي کول یې د قانون په رڼا کې وګړو ته د ورڼتیا او د ادارو لخوا ځواب ورکول ښه لاره وبلله.

aic

ښاغلي بهادري وویل:«په ادارو کې باید د اطلاعاتو سم تعریف رامنځته شي، هغه مدرکونه او سندونه چې له وړاندې لیدل شوي وي د اطلاعاتو اصلي منځپانګه جوړه وي » اطلاعات باید غوښتونکي ته په سمه توګه ورکړل شي تر څو ترې ګټه واخلي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس زیاته کړه، د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره اطلاعاتو لاسرسی اړین دی، نو له همدې کبله اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي د فساد پر وړاندې مبارزې میکانیزم پیاوړی کړي. بهادري وویل:« کله چې په ادارو کې د محرومیت بحث کېږي، بې له شکه په هغې اداره کې فساد شتون لري او اطلاعاتو ته لاسرسی د محرومیت دود او د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره ښه وسیله ده» ځکه نو ادارې دې، د اطلاع رسونې دود پیاوړي کولو، د حکومت او خلکو تر منځ د باور زیاتولو په برخه کې خپل رول ولوبوي.

ښاغلي بهادري، وګړي د دیموکراتیکو نظامونو بنسټیز رکن وبلل او د دوی ونډه یې په ښې حکومتوالۍ کې مهمه وګڼله، زیاته یې کړه:«ښې حکومتوالۍ غواړي خپلې اداري او مسوولین وګړو ته د ځواب ورکولو لپاره اړې کړي او په حکومت کې د هېوادوالو ونډې ته زمینه برابره کړي» تر څو له دې لارې د ځواب ورکولو دولت رامنځته کړي.

ښاغلي احمدولي حکمي چې په دې پروګرام کې خبرې کولې وویل:« حساب پاک دی او په محاسبه باور نشته، اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون ټولو وګړو ته حق ورکوي چې په ادارو کې شته اطلاعاتو لاسرسی ولري» اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یې د دې قانون په پلي کولو او وکړو ته د اسانتیا لپاره مهم وګاڼه او زیاته یې کړه:« د دې قانون په رڼا کې هېوادوال حق لري چې پوه شي په ادارو کې څه تېرېږي».

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د هدفونو، اطلاعاتو غوښتلو طریقو، وګړو ملاتړ، اطلاعاتو ورکولوطریقې، اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS