د کابل ښار دیارلسمه ناحیه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Tue, Feb 04 2020 9:16 AM
aic

۱۳۹۸، د سلواغې ۱۳، یکشنبې

       اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د پوهاوي پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کارکوونکو، د دیارلسمې ناحیې رییس ښاغلي عبدالاحمد ملکیار، کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو، ښځو او ځوانانو په دې پروګرام کې ګډون کړی وه.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، عامه پوهاوي برخې امر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه، د افغانستان اساسي قانون، پنځوسمې مادې په رڼا کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه:« د افغانستان اساسي قانون پنځوسمه ماده په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د ټولو وګړو لاسرسی تضمینوي. په دې بنسټ ټول دولتي بنسټونه مکلف دي چې له خپلو کړنو او اجراتو څخه له وړاندې او یا د اطلاعات غوښتلو په وخت کې وګړو ته اطلاعات ورکړي» نو په دې اساس وګړي حق لري چې له ټولو ادارو نه د اړتیا وړ اطلاعات وغواړي. اطلاعاتو ته د لاسرسي دود په وسیله د ښې حکومتوالۍ په جوړولو کې مثبت رول ولوبوي.

aic

ورپسې ښاغلي عبدالاحمد ملکیار، اطلاعاتو ته لاسرسی د اوسنۍ ټولنې بنسټیزه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، وګړي باید د حکومت ټولو کړنو او پریکړو ته لاسرسی ولري. ملکیار وویل:« د قانون په اړه د وګړو پوهاوی د حکومتي پروګرامونو پلي کولو او ګډون لپاره زمینه برابروي».

په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د هدفونو، اطلاعاتو غوښتلو طریقو، وګړو ملاتړ، اطلاعاتو ورکولوطریقې، اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS