د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته کولای شي د ښې حکومتولۍ او ولسواکۍ تل پاتې لامل شي

Anonymous (not verified)
Thu, Jan 16 2020 10:52 AM
AIC

د افغانستان د اساسي قانون، پنځوسمې مادې ۳ فقرې په اساس وګړي حق لري چې په ادارو کې له هر ډول اطلاعاتو څخه خبر وي نو له همدې امله اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون د يوې څارونکې ادارې په توګه د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول خلکو ته، هڅه کوي چې د پوهاي پروګرامونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دود او پیاوړی کړي، تر څو وګړي د اطلاعاتو دغه شته قانون په رڼا کې د ادارو نه د اطلاعاتو غوښتنه او د ادرارو له کړنو نېغ په نېغه څار وکړي او د فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره شي.

نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د دولسمې ناحیې رییس انجینر زمري کوچي، د کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو او ځوانانو په دولسمه ناحیه کې ګډون کړی وه.AIC

په دې پروګرام کې حمدالله ارباب د وګړواطلاعاتو ته لاسرسي پراهمیت، اړتیا او د هغو اغېز پر ورځېني ژوند باندې خبرې وکړې، اطلاعاتو ته لاسرسی یې د هېوادوالو له مهمو حقونو څخه و ګاڼه.ښاعلي ارباب، اطلاعاتو ته لاسرسی په ادارو کې د روڼتیا او د ادارو اړ کول ځواب ورکولو ته د معاصرې ټولنې اړتیا و بلله او له ګډونوالو نه یې وغوښتل چې له دغه قانوني حق څخه د  ټولنې د پرمختګ، بیارغونې، ټولنیز امنیت او د حکومت لخوا خلکو ته د خدمتونو نه په څار کې ګټه واخلي.

ښاغلي ارباب وویل:"وګړي حق لري چې د ادارو له اجراتو او کړنو خبرتیاولري او د هغو په اړه پوښتنې وکړي، ځکه چې اداري خلکو ته د خدمت لپاره دي او په دې برخه کې باید وګړو ته ځواب ویونکې واوسي" نو له همدې امله اطلاعاتو لاسرسی د ځواب ورکولو او روڼتیا لپاره اغېزمنه لار ده.

د دولسمې ناحیې رییس ښاغلي انجینر زمري کوچي، د اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسون لخوا د اطلاعاتو د قانون په اړه د پوهاوي پروګرام برابرولو نه هرکلی وکړ او ویې ویل: اوس د نړۍ په سطحه غوره قانون لرو چې د دې قانون په وسیله وګړي کولای شي د ښې حکومتولۍ په جوړولو کې برخه واخلي. ښاغلي کوچي زیاته کړه«مقامات او مسوولین باید وکړو ته ځواب ورکوونکي وي او اطلاعات د خلکو ته وړاندې کړي» ځکه چې ادارې وګړو ته د خدمت کولو لپاره جوړې شوي دي.

په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اهدافو، د اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS