اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه يو مهم حق دی او ټول هېوادوال د یوې ولسواکې ټولنې د جوړولو لپاره کولای شي په فردي او ټولنیز ډول ګټه ترې واخلي

Anonymous (not verified)
Mon, Jan 06 2020 10:39 AM
Aic

یکشنبه ۱۵ مرغومي ۱۳۹۸کال

د افغانستان د اساسي قانون، پنځوسمې مادې ۳ فقرې په اساس وګړي حق لري چې په ادارو کې له هر ډول اطلاعاتو څخه خبر وي نو له همدې امله اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون د يوې څارونکې ادارې په توګه د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول خلکو ته، هڅه کوي چې د پوهاي پروګرامونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دود او پیاوړی کړي، تر څو وګړي د اطلاعاتو دغه شته قانون په رڼا کې د ادارو نه د اطلاعاتو غوښتنه او د ادرارو له کړنو نېغ په نېغه څار وکړي او د فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره شي.

نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، داتلسمې ناحیې سرپرست رییس قطب الدین قیامي، د کلو Aicوکیلانو، عالمانو، سپینږیرو او ځوانانو په اتلسمه او نولسمه ناحیه کې ګډون کړی وه.

په دې پروګرام کې حمدالله ارباب د وګړواطلاعاتو ته لاسرسي پراهمیت، اړتیا او د هغو اغېز پر ورځېني ژوند باندې خبرې وکړې، اطلاعاتو ته لاسرسی یې د هېوادوالو له مهمو حقونو څخه و ګاڼه.ښاعلي ارباب، اطلاعاتو ته لاسرسی په ادارو کې د روڼتیا او د ادارو اړ کول ځواب ورکولو ته د معاصرې ټولنې اړتیا و بلله او له ګډونوالو نه یې وغوښتل چې له دغه قانوني حق څخه د  ټولنې د پرمختګ، بیارغونې، ټولنیز امنیت او د حکومت لخوا خلکو ته د خدمتونو نه په څار کې ګټه واخلي.

ښاغلي ارباب وویل:"وګړي حق لري چې د ادارو له اجراتو او کړنو خبرتیاولري او د هغو په اړه پوښتنې وکړي، ځکه چې اداري خلکو ته د خدمت لپاره دي او په دې برخه کې باید وګړو ته ځواب ویونکې واوسي" نو له همدې امله اطلاعاتو لاسرسی د ځواب ورکولو او روڼتیا لپاره اغېزمنه لار ده.

په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اهدافو، د اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.    

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS