اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تر منځ د همغږۍ ناسته

Anonymous (not verified)
Sun, Dec 08 2019 6:52 PM
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

نیټه: یکشنبه د لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۸

ښاغلي حمدالله ارباب د کمیسیون کمیشنر له ښاغلي روح الله نیازي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له اداري مرستیال سره، په مرکز او ولایاتو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ښه تأمین لپاره د دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه، کتنه تر سره کړه.

په پیل کې حمدالله ارباب د کمیسیون د دندو، صلاحیتونو او فعالیتونو په اړه د لنډو معلوماتو وړاندې کولو وروسته، زیاته کړه چې: د خلکو لاسرسی اطلاعاتو ته د دولت په بیلابیلو برخو کې د فساد مخه ډبوي، په دې اساس کمیسیون په پام کې لري چې د مرکز او ولایاتو په کچه د پوهاوي پروګرامونه دایر کړي، تر څو خلک له خپل حق څخه او دولتي ادارې د خپل مکلفیت په اړه لازم معلومات لاسته راوړي او له دې لارې په ښې حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.

نوموړي یاددونه وکړه چې خلک کولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسۍ له لارې خپل رغنده رول د روڼتیا رامنځته کولو او فساد سره د مبارزه په برخه کې ولوبوي او له دې لارې د خلکو او حکومت تر منځ د اعتماد فضا رامنځته کیږي او واټن له منځه ځي.

همدا راز ښاغلي حمدالله ارباب له سیمه ییزو ارګانانونو څخه د مرکز او ولایاتو په کچه د پوهاوي پروګرامونو د تدویر په موخه د همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو غوښته وکړه او ټینګار یې وکړ تر څو د ولایاتو په کچه هم د دولتي ادارو د اطلاع رسونې مسئوولین توظیف او د دوی بشپړ مشخصات له خلکو سره شریک شي.

ورپسې ښاغلي روح الله نیازي په ورین تندي له کمیسیون سره د خپل وس او صلاحیت مطابق د لازمو همکاریو ژمنه وکړه او زیاته کړه یې چې: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره خلکو ته د حساب ورکولو په برخه کې پوره ژمنتیا لري او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق د ښه تأمین په موخه به له کمیسیون څخه په مرکز او ولایاتو کې هیڅ ډول همکاري ونه سپموي او ډیر ژر به د محلي ادارو سره په همغږي د ولایت مقام او ښاروالیو د اطلاع رسونې مسئوولین مشخص او خلکو ته وروپیزني.

نوموړي همدا راز ژمنه وکړه چې کمیسیون ته به د سیمه ییزو ارګانونو په استازولی یو کس وروپیژني تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند ټول مسایل به مرکز او ولایاتو کې په سمه توګه همغږي او په ټولو روزنیزو او د وړتیا لوړونې پروګرامونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع هم شامله کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS