میهن د لوړو زده کړو مؤسسه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 27 2019 9:31 AM
aic

نېټه: چهارشنبه د لړم ۲۹ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په ښې حکومتولۍ، روڼوالي او حساب ورکونې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي کمپاین پر لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه دا ځل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي ښاغلي فضل الباري بریالي او د میهن د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس پوهاند محمد حسن رشیق په برخې اخیستنې د دې مؤسسې د استادانو او د مختلفو پوهنځیو د محصلینو د پاره جوړه شوه.
لومړی ښاغلی فضل الباري بریالی د وګړو د حقونو په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته د هغوی د لاسرسي حق په خوندي کولو کې د حکومت پر دندو وغږېد او ویې ویل؛ د دولتونو د منځته راتګ فلسفه د یوې مشخصې جغرافیې اوسېدونکو ته د نظم منځته راوړل او د هغوی پر حقونو د پښې ايښودلو څخه مخنیوی دی. پر دې اساس په عصري ټولنو کې دولتونه اړ دي خلکو ته د خپلو اجراآتو او کړنو په هکله ځواب ووایي. د ولسواکۍ د تعریف له مخې حکومت د خلکو دی او د خلکو د پاره دی. له همدې امله خلک حق لري په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او له دې لارې په لویو ملي پرېکړو او خپل ټولنیز سرنوشت کې رول ولوبوي.aic

د میهن د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهاند محمد حسن رشیق اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون څخه د عامه پوهاوي د غونډې د جوړولو له امله د منننې ترڅنګ د روڼوالي په تأمین، فساد سره په مبارزه، او ځواب ویلو ته د حکومت اړ ایستلو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې له دې حق څخه ګټه اخیستل د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت لامل ګرځي.
په غونډه کې د کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS