غرجستان پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 27 2019 9:21 AM
aic

نېټه: دوشنبه د لړم ۲۸ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په روڼوالي، حساب ورکونې، او ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په پام سره د قانون د غوښتنې له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي او پوهنیزو بنسټونو او دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي کمپاین پر لاره اچونې په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون ريښتینې زمینه برابره شي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس ښاغلي عین الدین بهادري، د غرجستان پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي دوکتور محمد امین رشادت او د پوهنتون د استادانو په برخې اخیستنې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو د پاره جوړه شوه.
په غونډه کې ښاغلي عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په خوندیتوب کې د پوهنتونونو پر رول وغږېد او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق یې د خلکو اساسي او بشري حق ونوماوه. ښاغلي بهادري وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی نن ورځ د عصري حکومتولۍ په نظام کې داسې یوه چاره ده چې انکار ترې نشي کېدای او په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي د ټولنیز بدلون په برخه کې یو جهان شموله بحث دی. هغه اطلاعاتو ته لاسرسی د اداري فساد سره په مبارزه کې یو له اغېزناکو وسیلو څخه یاد کړ او د علمي بنسټونو، استادانو او محصلینو رول یې د اطلاع رسونې د کلتور په پیاوړتیا کې مهم وګاڼه.
د غرجستان پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي دوکتور محمد امین رشادت اطلاعاتو د لاسرسي پر ارزښت او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ځانګړنو وغږېد او ویې ویل؛ نننی وخت د اطلاعاتو عصر دی، او د اطلاعاتو بحث د یوې اساسي او حیاتي موضوع په توګه د دولت او ملت ترمنځ په اړیکو او ښې حکومتولۍ کې مطرح دی. ښاغلي رشادت زیاته کړه؛ هغه خلک په ادارو کې شته اطلاعات پټوي او محرم یې ګڼي چې په فساد کې ککړ وي، او له همدې کبله اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی د فساد د کمښت لامل ګرځي. ځکه نو د فساد د کانالونو د محدودولو او ځواب ویلو ته د ادارو د اړ ویستلو لپاره باید خلک په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او د ښه حکومت په ټاکنه او رامنځته کولو کې خپل فعال رول ولوبوي.aic

په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره د اطلاعاتو د لاسرسي څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د غونډې ګډونوالو ته تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS