د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 27 2019 9:13 AM
aic

نېټه: دوشنبه د لړم ۲۷ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په روڼوالي، حساب ورکونې، او ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتلو د قانون پر بنسټ هڅه کوي د دولتي ادارو کارکوونکو او مسؤلینو د پوهولو له لارې، اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق د خوندیتوب په تړاو د دې ادارو مکلفیت روښانه کړي او پر وخت د اطلاعاتو د ورکړې کلتور پیاوړې کړي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس ښاغلي عین الدین بهادري او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیالانو، کارکوونکو او د مختلفو څانګو د رئیسانو په برخې اخیستنې په دغه وزارت کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې لومړی ښاغلي عین الدین بهادري خبرې وکړې او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د خلکو له بنسټیزو حقونو وباله او هغه یې په ښې حکومتولۍ او ځواب ویلو ته د حکومت په اړ ایستلو کې اغېزناکه وسیله یاده کړه. ښاغلي بهادري اطلاعاتو ته لاسرسی په ولسواکه ټولنه کې د ښې حکومتولۍ بنسټ وګڼه او هغه یې دولت سره د خلکو امانت و باله، زیاته یې کړه؛ په نننیو ټولنو کې د ولسواک دولت وجودي فلسفه خلکو ته ځواب ویل دي. خلک حق لري له هغو کړنو، پرېکړو او بهیرونو چې د خلکو په سرنوشت کې اغېز لرونکي وي باخبره وي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې فعاله او آګاهانه برخه ولري. له دې امله اطلاعاتو ته لاسرسی او د دولتي مامورینو او لوړپوړو چارواکو مسؤلیت منل د حکومت پر وړاندې د خلکو د باور کچه لوړوي او د ثبات د ټینګښت سبب ګرځي. ښاغلي بهادري د دغه وزارت له چارواکو وغوښتل ترڅو خلکو ته د اطلاع رسونې د کلتور په پیاوړتیا کې فعاله ونډه واخلي او د اطلاع رسونې د بهیر د اسانه کولو لپاره د اطلاع رسونې د مرجع مسؤل ته د لازمو کاري امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو ترڅنګ نوموړي ته لازم واک هم په دې هکله وسپاريaic

په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعودالله اوریاخیل په دغه وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون لخوا د عامه پوهاوي غونډې د جوړونې د ستاینې ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې ویې ویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې یوه له اغېزناکو او ګټورو لارو څخه ده چې باید ډېر پام ورته وشي. د ښاغلي اوریاخیل په باور خلک به هغه د حکومت په ټولو کړنو او اجراآتو باورمند شي چې دقیقه او مستنده اطلاع رسونه ترسره شي چې دا موضوع د ښې حکومتولۍ د پایښت لپاره ډېره مهمه او حیاتي ده. په همدې اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت خلکو ته د یوې ځواب ویونکې ادارې د رامنځته کولو اړوند د کمیسیون سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته ژمن دی.
په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره د اطلاعاتو د لاسرسي څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS